Language

د ګل اغا شېرزي دکمپاین مسوول  ووژل شو

 لښکرګاه (پژواک  ٢٣ زمرى ٩٣) :د هلمند په مرکز لښکرګاه کې  د ګل اغا شېرزي دکمپاین مسوول او د  ناوې ولسوالۍ  د ټولنېزې شورا غړی عبدالمالک ووژل شو.

د هلمند د امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول لومړي بریدمن شاه محمود اشنا پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نوموړى  تېره ماښام د ناپېژاندو  وسله والو  په بريد کې ووژل شو.

اشنا وويل، چې دا پېښه د ښار اړوند د صوفيانو په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه ، چې دوو تنو موټر سايکل سپرو پر نوموړي ډزې وکړې.

هغه وويل، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.

بلخوا د ناوې ولسوالۍ دټولنېزې شورا ريیس حاجي جمعه ګل پژواک ته وويل، چې عبدالمالک شخصي دښمني نه درلوده او په وينا يې، چې د وژل کېدو لامل يې هم په ټولنېزه شورا کې دنده کېداى شي.

ده وويل، چې هغه د ناوې د خسراباد د سيمې اوسېدونکی و، ۵۰ کاله عمر یې درلود او په ټولنېزه شورا کې د دندې تر څنګ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ګل اغا شېرزي د کمپاين مسوول و .

د يادولوده،چې عبدالمالک د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د کمپاین  پرمهال هم د ناپېژانده وسله والوپه يوه  بريد کې ټپي شوى و .

ياده دې وي، چې دوه اوونۍ مخکې په لښکرګاه ښار کې د ولسمشرۍ د بل کانديد عبدالله عبدالله د ټاکنېز کمپاين او د لښکرګاه د ټولنېزې شورا غړى عبدالشکور هم په ورته بريد کې وژل شوى و.

د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.