Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې د چسپکي ماينونو مسوول نيول شوى

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د ملي امنيت رياست وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې د مقناطيسي ماينونو د اېښودونکې ډلې قوماندان نيولى دى.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوى قوماندان جلال الدين نومېږي او په برهان مشهور دى.

سرچينې زياته کړه، چې نوموړى د ماين خښونې د يوې شبکې قوماندان دى، چې د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره کې د تېلو په ټانکرونو کې مقناطيسي ماينونه ځای پر ځای کول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوی کس د څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى او زياته کړې يې ده، چې د جلال اباد ښار په اړوند سيمو کې په يو لړ ترهګريزو او ورانکارو کړنو او د تېلو په ټانکرونو کې د مقناطيسي ماينونو په اېښودو کې لوى لاس درلوده.

د ملي امنيت رياست دغه راز ويلي چې په ننګرهار ولايت کې يې يو ځانمرګى بريدګر چې د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هم نيولى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.