Language

محمودراقي (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت په مرکز محمودراقي کې دوه پنځوس بستريز  روغتونونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

دغه روغتونونه چې يو يې نسايي ولادي او بل يې د روږدو د درملنې دى، د زمري په ٢٣مه د والي جنرال محراب الدين ساپي له خوا يې پرانيسته وشوه.

والي پژواک اژانس ته وويل چې پر دواړو روغتونونو څه دپاسه پنځه سوه زره ډالر لګښت راغلى، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ شوى، ځکه ياد وزارت ورته يادې پروژې منظورې کړې  دي.

صافي وويل ، چې د دې ولايت په ځينو نا امنو سيمو کې پر  نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى، ځکه دوى د روږدو کسانو ددرملنې لپاره پنځوس بستريز روغتون جوړ کړ.

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر مرزا محمد رجا پژواک ته وويل، چې بل پنځوس بستريز روغتون نسايي ولادي دى.

د هغه په وينا، په دې ولايت کې د خلکو نفوس زيات ، خو د نسايي او ولادي په برخه کې اسانتياوې کمې وې.

دى وايي ، چې پخوا به يو شمېر خلکو خپل ناروغان کابل ته لېږدول، چې له دې وروسته دغه ستونزه هواره شوه.

د کاپيسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي رامش پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکزي روغتون کې د ولادت اسانتياوې کمې وې او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه خوښي څرګنده کړه، چې دې ولايت لپاره د نسايي ولادي ځانګړى روغتون پرانيستل شو.

Related Topics