اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د کونړ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې ١٠ وسله وال وژل شوي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندن مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تېره شپه ددې ولايت د وټپور ولسوالۍ په څانګار سيمه کې شپږ هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې ١٠ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د سيدخېل په وينا، په وژل شويو کسانو کې د وټپور ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال او د مولوي سعيد الله ، ملا رباني او حبيب ګل په نومونو د هغوى درې نور مهم قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې پر کونړ د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريدونه زيات شوي دي.