Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ښار کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

جلال اباد ( پژواک ۲۴زمری ۹۳)  د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله د دوو ترافیکو په ګډون پنځه تنه ټپیان شول.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت مشرقیوال د زمري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د جلال اباد ښار په تالاشۍ چوک شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چاودیدونکې توکي د ترافیکو غرفې ته څیرمه د عینکو خرڅولو په یوه بکسه ځای پر ځای شوي وو.

مشرقیوال وویل چې په دغه چاودنه کې دوه تنه ترافیک، یو پولیس او دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا روغتون یو تن نوکریوال ډاکټر پژواک اژانس ته وویل چې دوی تنه پنځه تنه ټپیان وروړل شوي دي.

هغه د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ وباله.

ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی اخیستی.

د یادونې وړده چې دا په دریو ورځو کې دریمه چاودنه چې په جلال اباد ښار کې رامنځته کیږي، پرون او وړمه ورځ هم په دې چاودنو کې لس کسان ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.