کندهار ښار ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان له اتو پوليسو سره په خپلمنځي نښته کې وژل شوى دى .
د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان ښايسته خان د ګزمې پر مهال په دې ولسوالۍ کې د پوليسو د ټولي د قرارګاه له قوماندان محمد رضا سره لفظي شخړه وکړه.
يادې امنيتي سرچينې وويل، چې تر لفظي شخړې وروسته د دواړو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې د ولسوالۍ امنيه قوماندان ښايسته خان له خپل يوه ساتونکي او اتو نورو پوليسو سره ووژل شو.
خو د کندهار د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايي چې په دې پېښه کې يواځې درې تنه وژل شوي دي.ـ
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ؤ په دې نښته کې د سپين بولدک امنيه قوماندان، دهغه زوم چې ساتونکى يې هم و او د قوماندان محمد رضا ورور وژل شوي دي.
دى وايي رضا له سيمې څخه تښتېدلى او پوليس يې په اړه پلـټنې پيل ړې دي.
د سرچينې په وينا، د ولايت له مرکز څخه د پېښې د څېړنې په موخه يو پلاوى لېږل شوى او په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.