اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : وسله والو طالبانو د کونړ د ناړۍ او غازي اباد ولسواليو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
په دې ولايت کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شيرين اغا يوسفزي د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريدونه تېره شپه ناوخته پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په يادو ولسواليو کې شاوخوا ٣٠٠ وسله والو مخالفينو پر ګڼ شمېر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
د يوسفزي په وينا، وسله وال مخالفين ددې ولايت د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او تر اوسه په دې نښتو کې ١٠ وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
دى وايي ، چې په دې بريدونو کې تر اوسه د سيمه ييزو پوليسو يو افسر وژل شوى ، يو پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي دى.
نوموړي وويل ، چې په دې بريدونو کې امنيتي پوستو ته کوم زيان نه دى اوښتى او ساحه د افغان امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په يادو بريدونو کې دوى ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
هغه زياتوي ، چې يو شمېر پوستې يې نيولي او ځينو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.