ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امنيتي پېښو کې ٢٥ وسله والو او ٨ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2014 - 16:06
author avatar
15 Aug 2014 - 16:06

کابل ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال ١٥ وسله والو او اتو د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو تن يې ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړې ، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله د کندهار په ميانشين، شاه وليکوټ او سپين بولدک ولسواليو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د زابل په شهرصفا او د کندهار په غورک، ژېړۍ او خاکرېز ولسواليو کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او څلور نور يې ژوبل شوي دي.

بله خوا په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په نوازد ولسوالۍ کې د فتح په نامه په لاره اچول شويو عملياتو کې ٧ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له وسله والو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي او لسګونه ماينونه شنډ کړاى شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.