Language

په ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه شول

چاريکار ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : په پروان ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.

د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزي د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار ددې ولايت د پل مټک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې يو کرولا موتر له ٣٠٤ ډوله موټر سره جنګېدلى ، چې له امله يې درې تنه مړه او يو تن ژوبل شوى دى.

د مموزي په وينا، د ټپي روغتيايي حالت ښه نه و او کابل ته لېږدول شوى دى.