کابل ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوېټې ښار کې پر دوو هوايي ډګرونو همهاله ډله ييز بريدونه شوي دي.
پاکستانيو رسنيو د زمري په ٢٤مه، خبر ورکړى، چې دا بريدونه تېره شپه د کويټې په سمنګلي هوايي اډه او خالد پوځي اډه شوي دي.
رسنيو د پوځي چاروکو په حواله ويلي، چې په دې بريدونو کې ګڼ شمېر وسله والو برخه اخيستې، خو دامنيتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ځپل شوي دي.
دولتي سرچينو ويلي، چې په ځوابي بريدونو کې ١٠ بريدګر وژل شوي ، خو په دې بريدونو کې ١٢ امنيتي سرتېري او دوه عام وګړي ټپيان شوي دي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي، چې پرون په پاکستان کې د خپلواکۍ ورځ نمانځل کېده او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف بلوچستان ته ايالت ته سفر کړى و.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي، چې په دې بريدونو کې په يادو هوايي ډګرونو کې ولاړو الوتکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان پر هوايي ډګرونو بريدونه زيات شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP