محمودراقي (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د کاپيسا والي وايي چې په اله ساى ولسوالۍ کې په لومړي ځل عدلي او قضايي ادارې فعالې شوې دي.
والي جنرال محراب الدين ساپي د زمري په ٢٥مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په دې وروستيو کې يې د اله ساى په نا امنه ولسوالۍ کې سل سيمه ييز پوليس فعال کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د يادو پوليسو له فعالېدو سره په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى او وروسته له اوږدې مودې په کې عدلي او قضايي ارګانونه فعال شوي دي.
د ساپي په وينا، د يادو ادارو په فعالېدو سره د خلکو حقوقي او قضايي ستونزې تر يوه بريده هوارې شوې دي.
دى وايي چې اوسمهال په ياده ولسوالۍ کې د عدلي او قضايي ارګانونو دفترونه پرانيستل شوي او د سيمې اوسېدونکي خپلې ستونزې د ولايت پر ځاى په ولسوالۍ کې هواروي.
د کاپيسا والي وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه هم پيل شوي، د څلوېښت بستريز روغتون جوړولو چارې روانې دي، دغه راز د دريو ښوونځيو ترڅنګ يو شمېر نورې وړې پروژې هم تر کار لاندې دي.
د هغه په وينا، هڅه کوي چې د اله سای په ناامنو سيمو کې نور پوليس او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو د سکين او اشپي په سيمو کې هم امنيت ټينګ شي او د بيارغونې کارونه پيل شي.
د اله ساى يوه اوسېدونکي عطاء الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا يې په ولسوالۍ کې عدلي او قضايي ادارې نه وې او د خپلو قضيو لپاره به يې د ولايت مرکز ته مراجعه کوله.
هغه وايي چې په مرکز کې به يې په ورځو ورځو قضيې نه هوارېدې او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
نوموړي په دې ولسوالۍ کې د يادو ادارو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه.
د اله سای د علاقدارۍ سيمې يوه اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وويل، ډېرى مهال دلته د خلکو تر منځ د ځمکو پر سر لانجې پيدا کېږي، خو پخوا په ولسوالۍ کې داسې اداره نه وه، چې دا ستونزې هوارې کړي.
هغه زياته کړه: ((زما مې له ورور سره د ځمکې پر سر شخړه ده، خو اوس د اله سای په بازار کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې دا مسئله هواروم.))
د اله سای يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي، تر دې مخکې خلکو خپلې دوسيې او قضيې وسله والو ته هم ور وړې.
د يادونې ده، په ۱۳ کلونو کې دا لومړي ځل د ی چې په اله سای ولسوالۍ کې عدلي او قضايي ادار د سيمې د اوسېدونکو پر مخ پرانېستل کېږي.