کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکو، نوي کمپيوټري سيستم ته د رايو د پايلو څېړنې د واردولو لړۍ پيل کړې ده.
دغه چارواکي وايي، د څېړنو پايلې د څېړنې ١٦ معيارونو ته په پام سره سيستم ته وارديږي، خو د برخليک په اړه يې تصميم نيول د ټاکنو خپلواک کميسيون پورې تړلى، چې وروسته به پرې تصميم ونيسي.
ياد نوى کمپيوټري سيستم، چې په يوه ځانګړي سافټ وير سمبال دى؛ د تېرې پنجشنبې په ورځ خپل فعاليتونه پيل کړل، چې تر اوسه پورې يې د رايې ورکونې د ٥٣٠ صندوقونو د تفتيش پايلې سيستم ته داخلې شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ مشر سيد ابراهيم سادات، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پايلو د بياڅېړنې معلومات، د ٨ پړاوونو په تېرولو سره سيستم ته دننه کېږي، خو تر اوسه پورې دا ټول مراحل نه دي بشپړ شوي.
د هغه په وينا، په دغه مرکز کې اوسمهال ٥٠ کارکوونکي کار کوي او په پام کې ده، چې په راتلونکو ورځو کې دغه شمېره دوه برابره شي.
نوموړي وويل، چې دغه لړۍ اوسمهال په ښه توګه پر مخ روانه ده او دوى هڅه کوي، د کارکوونکو د شمېر په ډېرولو سره خپل کارونه چټک کړي.
سادات زياته کړه، دوى د رايو د بياڅېړنې ټولې پايلې سيستم ته واردوي او د دغو پايلو پر سر باندې د دواړو نوماندانو تر منځ د اختلاف د رامنځته کېدو په صورت کې به د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي، د ملي او نړيوالو استازو په حضور کې تصميم ونيسي.
نوموړي زياته کړه: “دغلته رايې نه باطلې کېږي او په دغه سيستم کې هغه څه چې په چک ليست کې يې لرو، سيستم ته داخلېږي او د چک ليستونو مديريت ورته اسانه کېږي او له دغه سيستم څخه د ټاکنو کميسيون بورډ ته راپورونه چمتو کېږي او تصميم هم په دې اړه چې څه بايد باطل شي او څه معتبره وګڼل شي؟ د کميسيون مشرتابه تر سره کوي.”
سادات وويل، چې دوى د پايلو د تفتيش په برخه کې د ټاکنو کميسيون له تصميم وروسته هرڅه په سيستم کې پلي کوي.
هغه زياته کړه: “هغه ١٦ موارد چې په چک ليست کې ځانګړي شوي، هغه سيستم ته داخلوو، خو ولې دا چې کوم معيارونه بايد بشپړ کړي، د باطلېدو لپاره لاړ شي او کوم معيارونه باطلېدو ته لاړ نه شي؟ په دغه مرکز کې نه ځانګړي کېږي، بلکې يواځې د کميسيون له لوري مشخص کېږي.”
د ټاکنو خپلواک کميسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ مشر وويل، د رايې ورکونې د شاوخوا ٩زرو صندوقونو د پايلو بياڅېړنه د دوى په واک او لاس کې ده، چې ډېر ژر به سيستم ته دننه شي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کميسيون نن د ٦زرو صندوقونو د رايو ځانګړې بياشمېرنه او څېړنه پيل کړې ده.
تر اوسه پورې معلومه نه ده، چې د بياڅېړنې لړۍ به څه وخت پاى ته ورسيږي.