محمودراقي (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې وسله وال په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو مخه نيسي او په دې ترڅ کې د نښتو پر مهال مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن دوى د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د فعالولو پلان درلود.
هغه زياته کړه، کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل، نو وسله والو پرې بريد وکړ.
صديقي وايي چې وروسته په رامنځته شوې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي ، ٩ وسله وال او دوه پوليس ټپيان دي.
د امنيه قوماندان په وينا، وسله والو د تګاب د تترخېلو په سيمه کې د هغو څلورو سيمه ييزو پوليسو کورونه هم سوځولي، چې څو ورځې مخکې د دوى له خوا وژل شوي وو.
د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ډاکټر حميد پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په بېلابېلو سيمو کې سختې جګړې روانې دي.
هغه زياتوي چې د دغو جګړو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې، سلګونه جريبه باغونه زيانمن او د خلکو څاروي هم وژل شوي دي.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي قومي مشر حمدالله پژواک ته وويل چې د جګړې پر مهال د دواړو لورو د بريدونو له امله ملکي وګړي زيانمن شوي دي.
هغه له دولت او وسله والو مخالفينو وغوښتل چې خپلې جګړې د يوه پلان مطابق سم پرمخ بوځي او ملکي وګړي دې نه زيانمنوي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.