لښکرګاه (پژواک ۲۶ زمری ۹۳): د هلمند د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې پوليسو يې د جومات ملا امام له جوماته بيولی او په وهلو ټکولو يې وژلی دی.
تېره ورځ ناوخته لسګونه ځايي اوسېدونکو د همدې په غبرګون کې د وژل شوي ملا امام جسد د احتجاج په ډول د ولايت د مقام مخې ته راووړ او د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.
يو احتجاج کوونکي قاري عبدالاحد پژواک ته وويل، چې پوليسو د حافظ صالح محمد په نوم دغه ملا امام تېره ورځ ولسوالۍ ته څېرمه د غلامانو په سيمه کې له موټره کښته کړی او په وهلو ټکولو يې وژلى دى.
د ده په وينا، چې نوموړی ملا امام په سيمه کې يوې فاتحې ته پر لاره و چې د پوليسو له خوا په زوره له موټره ښکته کړل شوى او پوستي ته تر بيولو وروسته يې هلته وژلی دی.
ده له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې څېړنه وکړي، په پېښه کې ښکېل پوليس ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
د عبدالرحمن په نوم يوه بل کس خبريالانو ته وويل، چې وژل شوى ملا امام پوليسو خپلې پوستې ته بيولى او هلته يې په وهلو ټکولو وژلى دى.
نوموړي وويل: ((کله چې د پوليسو پوستې ته ورغلو نو پوليسو راته د ملا امام جسد را وښود او بيا يې راته وويل، چې له موږ تېښتېده، پر ډزو کې ووژل شو.))
دى ادعا کوي، چې د ملا امام پر جسدو د مرمۍ نښې نشته او د وهلو ټکولو نښې پرې له ورايه ښکاري.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د خانشين ولسوالۍ د يوه ملا امام وژل کېدل تاييدوي خو وايي، چې له پوليسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوى دى.
همت وويل چې تېره ورځ ناوخته يو شمېر کسانو د ياد ملا امام مړى د ولايت مقام مخې ته راوړى و او دوى ورسره ژمنه وکړه، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.
د امنيې د قوماندان په وينا، وسله والو طالبانو خلک هڅولي وو چې په دې اړه احتجاج وکړي خو د دوى تر ژمنې وروسته يې احتجاج پاى ته ورسېد او بېرته ستانه شول.
نوموړى وايي، چې د پېښې د لا روښانتيا لپاره پلټونکې ډله سيمې ته استول شوې او تر پلټنو وروسته به يې پايلې اعلان کړي.
همت په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو کې د پوليسو پر وړاندې دسيسې ډېرې شوې خو دوى به د امنيت د ټينګښت لپاره پوره هڅې کوي.
هغه په دې اړه ډېر توضيحات ور نه کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP