غزني ښار (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ١١ تښتول شوو ماين پاکانو له ډلې اوه تنه خوشې کړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کشفي معلومات له مخې، دا اوه تنه نن غرمه خوشې شوي او زابل ولايت ته رسېدلي دي.
هغه د يادو کسانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په تړاو بې خبري وښوده.
ننګ تر دې مخکې پژواک ته ويلي و، چې وسله والو دغه ماين پاکان د جمعې په ورځ غرمه مهال د اندړو ولسوالۍ د ″ملانوح بابا″ په سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيولي وو.
د والي وياند زياته کړې وه، چې دغه ماين پاکان له کندهاره کابل ته پر لاره وو.
د ننګ په خبره، د غزني پوليسو د يادو ماين پاکانو د راخوشې کولو په موخه په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل کړي دي.
د اندړو ولسوال پژواک ته وويل، چې د تښتول شوو ماين پاکانو له ډلې اوه يې خوشې شوي او څلور تنه يې لا هم له وسله والو طالبانو سره دي.
ولسوال وايي،په دې تړاو معلومات نه لري،چې دا کسان څه ډول خوشې شوي ؛خو کشفي ادارو يې خبر ورکړى، چې خوشې شوي اوه تنه ماين پاکان زابل ولايت ته رسېدلي دي.
تر دې مخکې د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن لطف الله کامران پژواک ته ويلي و، چې دغه کسان د ملا ادريس تر مشرۍ لاندې د وسله والو طالبانو يوه قوماندان برمته او دوى يې په لټه عمليات پيل کړي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين پاکانو د تښتولو رېپوټ رد کړ.