Language

د ماين چاودنې د يوې کورنۍ اوو غړيو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه (پژواک  ۲۶ زمرى۹۳) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې ديوې کورنۍ  درې  غړي وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ د ″حيدراباد″ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ځواک په خبره، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي؛ خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.

نوموړي وويل،د پېښې قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي، چې له لښکرګاه څخه سنګين ولسوالۍ ته پر لاره وو، چې د ګرشک ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يې  پر موټر د  ماين چاودنه وشوه.

دسنګين ولسوالۍ قومي مشر شمس الله صحرايي پژواک ته وويل، چې د پېښې قربانيان يې  دکورنۍ غړي دي.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يې زوم او دوه لمسيان وژل شوي، دوه نږورګانې او دوه لمسيان يې ټپيان شوي دي.

صحرايې زياته کړه ، چې ټپيان يې د لښکرګاه ايمرجنسۍ روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي او د روغتيايي حالت په تړاو يې معلومات نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.