لښکرګاه (پژواک ٢٦ زمرى ۹۳): په کابل کې د ولايتي ادارو څوکۍ د پيسو په بدل کې پلور کېږي، چې له امله يې اداري فساد ته زمينه برابره شوې ده.
دا څرګندونې د هلمند ولايت د ملي امنيت پخواني رييس تورن جنرال محمدنعيم مومن د ملي امنيت د نوي رييس د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.
جنرال مومن زياتوي، ولايتي ادارو يې په خپلو کې همغږي درلوده، خو ستونزه په يو شمېر مرکزي ادارو کې ده ، چې د ده په وينا، اداري فساد ته زمينه برابروي.
نعيم وايي: ((ما او والي صيب د يوه وړ تن سپارښتنه وکړه چې د ولسوال په توګه وټاکل شي، خو په کابل کې ترې شل زره امريکايي ډالره غوښتل کېدل، له هغه سره پيسې نه وې، کله چې ورته ټولې شوې، ولسوال شو.))
نوموړي زياته کړه چې پر دنده ګومارل شوي داسې کسان په لوی لاس اړ ايستل کېږي، چې اداري فساد ترسره کړي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد هم وويل چې په هلمند کې په لوړه کچه اداري فساد پر حکومت د ځايي خلکو باور را کم کړى دى.
شېرزاد، چې اوس د هلمند د جګړې د مهارولو لپاره د دغه ولايت ځانګړى قوماندان هم ټاکل شوى، وويل چې لا هم په هلمند کې اداري فساد شته او بايد مخنيوى يې وشي.
شېرزاد زياته کړه، د اداري فساد او ناسمې حکومتولۍ دوام به د خلکو او حکومت تر منځ واټن نور هم ډېر کړي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د ملي امنيت له نوي رييس جنرال احمدالله نازک سره ژمنه وکړه ، چې اداره به يې په همغږۍ کار ورسره وکړي.
والي وويل، چې همغږي سره کولاى شي شته ستونزې هوارې کړي.
د هلمند د ملي امنيت نوي رييس جنرال احمدالله نازک ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به مسووليتونه په سمه توګه ترسره کوي او هڅه به وکړي چې مخکنۍ ستونزې هوارې کړي.
نوموړي وويل، هېڅ کله به بې ګناه کسان ونه نيسي، خو مجرمان به د قانون منګلو ته سپاري او مجازات کوي به يې.
د هلمند يوه قومي مشر حفيظ الله خان پژواک ته وويل، چې د اداري فساد له امله پر حکومت د خلکو باور راکم شوى دى.
نوموړي له دولتي چارواکو غوښتنه کړه، چې اداري فساد دې نه کوي او ور سپارل شوي مسووليتونه دې په ښه توګه ترسره کړي.
يوه بل تن قومي مشر شمس الله صحرايي پژواک ته وويل چې په ډېرو ادارو کې فساد شته، خو خلک له وېرې په دې اړه غبرګون نه شي ښودلاى.
هغه هيله وکړه، چې دا ستونزې دې هوارې شي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته په دغه ولايت کې د اداري فساد د شتون خبره تاييد کړه، خو يادونه يې وکړه، چې ولايتي اداره په دې اړه جدي مبارزه کوي.
د والي وياند وويل، چې ولايتي ادارې په اداري فساد کې ښکېل کسان د قانون منګلو ته سپارلي او لا يې هم پر وړاندې هڅې کوي.
ځواک وويل، چې د بېلابېلو ادارو لپاره چارواکي له کابل څخه ټاکل کېږي او دوى يې په ګومارنه کې دخيل نه دي چې اداري فساد په کې وکړي.
خو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د څوکيو د پلور مسئله ردوي او وايي چې په دې اړه دې شواهد وړاندې شي.
د دې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک ته وويل، چې د ولسوالانو په ګډون د هر چارواکي په ګومارنه کې د قانون او اصولو له مخې اقدام کېږي.
هغه د هلمند لپاره د پيسو په بدل کې د يوه ولسوال د ټاکلو رپوټ رد کړ او ويې وويل: ((هيله ده، له شواهد پرته داسې څرګندونې ونه شي، چې پر حکومت د خلکو باور کم کړي. هر څه بايد د شواهد پر اساس وي.))
غورځنګ وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د ګومارنې په پروسه کې د څوکيو لپاره ازموينې اخلي او وړ کسان له واسطې پرته ګوماري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP