Language

اسعداباد (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر دغه ولايت يو ځل بيا لسګونه توغندي توغول شوي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخېل د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې د دغه ولايت پر دانګام ولسوالۍ ١٢٦ توغندي توغول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دا توغندي د دانګام ولسوالۍ پر زاړه برول، خاره کچلي ، ګوريګا تبېله، سورکمر، سياڼ او ځيـنو نورو سيمو لګېدلي دي.

سيدخېل وويل چې په دغو بريدونو کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي او طبيعي ځنګلونه يې زيانمن کړي دي.

دى وايي چې د دغو بريدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي.

د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيل راهيسې پر دغه ولايت نږدې پنځه زره توغندي توغول شوي چې له امله يې ١٣ تنه وژل شوي، ٦٦ ټپيان دي، يو باب جومات او ٥٢ کورونه ويجاړ شوي دي.

Related Topics