Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان ته د خلکو تګ راتګ د ګوزڼ پېښې ډېرې کړې

جلال اباد (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د خلکو د تګ راتګ له امله د پوليو يا ګوزڼ پېښې ډېرې شوې دي.

دغه څرګندونې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د زمري په ٢٦مه په دغه ولايت کې د پوليو د واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل پر مهال خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ اته مثبت پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې يواځې پنځه په ختيځه سيمه کې دي.

ډاکټر کامه وال وويل چې د پخوا په پرتله د پوليو پېښې کمې شوې، خو هغه هدف ته چې دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه يوسي، ځکه ونه رسېدل چې د ختيځو ولايتونو خلک پاکستان ته ډېر تګ راتګ کوي.

دى وايي چې د همدې ډېر تګ راتګ له امله په ختيځه سيمه کې پېښې زياتې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د دې ناروغۍ د له منځه وړو مرحلې ته نږدې شوي يو، يواځې څو ځانګړې پېښې لرو چې په ټول هېواد کې هغه هم په ختيځ زون کې دي.))

نوموړي وويل چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يواځېنۍ لاره دا ده چې ټولې کورنۍ بايد خپل ماشومان چې له پنځو کلونو کم وي، په دغه درې ورځني کمپاين کې واکسين کړي.

ده زياته کړه: ((ختيځه حوزه د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوالې ټولنې ته ډېره مهمه ده، نو په همدې خاطر پر ټولو وطنوالو غږ کوو چې د واکسين په کمپاين کې برخه واخلي.))

دى وايي چې د پوليو د واکسين په دې درې ورځني کمپاين کې شاوخوا شپږ نيم لکه ماشومانو ته به د پوليو ضد واکسين ورکړل شي.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول اصف شينواري خلکو ته ډاډ ورکړ چې د معارف کارکوونکي او زده کوونکي به د دغه کمپاين په ترسره کولو کې په رضاکارانه ډول پراخه برخه اخلي.

نوموړى وايي: ((د دې کمپاين زياته برخه پرمخ وړونکي د معارف ښوونکي او زده کوونکي دي زه د معارف په استازولی ډاډ درکوم چې په دې برخه کې به تر بل هر چا ښه خدمت کوونکي و اوسي.))

ياده دې وي چې وړم کال هم د هېواد په ختيځه حوزه کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.