چاریکار (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): له تېرو شپږو ورځو راهيسې په پروان کې د لوګر ولايت د ملي امنيت د درېيو کارکوونکو په ګډون ٢٣ تنه په ناقانونه توګه وسلو ګرځولو په تړاو نيول شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان په دغه ولايت کې له نامسوولو کسانو د وسلو ټولولو د کمپاين له پيله تر اوسه نيول شوي دي.
دغه کمپاين د روانې مياشتې په شلمه په داسې حال کې پيل شوى، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نامسوولو وسله والو د ورځ تر بلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي.
د مموزي په وينا، له نيول شوو درې تنه د لوګر ولايت د ملي امنيت کارکوونکي دي، چې نن د پروان د بګرام ولسوالۍ د پل صياد په سيمه کې له دوه ميله تومانچو سره ونيول شول.
دى وايي چې دغو کسانو د وسلو ګرځولو جواز نه درلود او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د پروان د امنيه قوماندان په وينا، پاتې ٢٠ کسان د بګرام د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي او له بېلابېلو وسلو لکه کلاشينکوف، تومانچې او کلکوف سره نيول شوي دي.
دى وايي، چې دغه کسان هم څارنوالۍ ته معرفي شوي او ياد کمپاين دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP