اسعد اباد (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): په کونړ کې قومي مشرانو او ديني عالمانو د پاکستان له لوري د توغندويي بريدونو په غبرګون کې له حکومته وغوښتل، چې د بريدونو مخنيوى وکړي که نه، دوى ته دې د جګړې کولو اجازه ورکړي.
نن د کونړ په مرکز اسعداباد کې د مرکز او ١٤ ولسواليو قومي مشرانو او ديني عالمانو غونډه وکړه .
په کونړ کې د سولې او امنيتي ټينګښت، د خپلې خاورې ساتنه، د ناړې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ او د دې ولايت پر ځينو ولسواليو د ډيورنډ د کرښې له پورې غاړې د پاکستانيو پوځونو د توغندويي بريدونو غندنه، د يادې جوړې شوې غونډې مهم ټکي وو.
يوه ديني عالم مولوي غلام حيدر د پاکستان له لوري دډيورنډ په دې غاړه توغندويي بريدونه وغندل او ويې ويل، که افغان دولت دې بريدونو ته ځواب نه شي ويلى او يا يې د بندېدو په اړه جدي اقدامات نه کوي، نو د کونړ اوسېدونکي به د پاکستان پر وړاندې پاڅون وکړي او له ورته اقدام څخه به کار واخلي.
يو بل قومي مشر حاجي عبدالقيوم وويل، د کونړ ولسونه اوسمهال د پاکستانيو پوځيانو د بريدونو پر وړاندې جدي شوي او کولى شي له خپلې خاورې څخه په مېړانه دفاع وکړي.
نوموړي په ولسي جرګې کې د کونړ له استازو وغوښتل، چې د حکومت امنيتي چارواکي دې د دې ولايت د ولسونو د غوښتنو او د پاکستانيو بريدونو په تړاو کونړ ته راوغواړي، ترڅو دوى له نږدې ورسره خبرې وکړي او په دې اړه يوې پرېکړې ته ورسره ورسېږي.
قومي مشر او ديني عالم مولوي ګل محمد وويل، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه له دولت او ولس سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلي او هغه ژمنې يې نه دي پلي کړي، چې د افغانستان له پولو څخه به له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه دفاع کوي او په هېواد کې به روانې جګړې ته به د پاى ټکى ږدي.
ده زياته کړه، په همدې بنسټ، په افغانستان کې د بهرنيانو شتون ته اوسمهال هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي، ځکه دوى د افغانانو په ګټه نه دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د يادې غونډې ګډونوالو ته وويل، د شته ستونزو پر وړاندې سره يو موټى شي، څو ناسم حالات د ټيکاو لوري ته بوځي.
د ده په وينا، د پولې دواړو لورو ته پښتانه قومونه مېشت دي او افغان دولت همدې ته په پام، نه غواړي چې په ورته اقدام لاس پورې کړي.
هغه وايي، دوى د پاکستان د ولسونو نه، بلکې د حکومت پر وړاندې يې کلک دريځ نيول او غبرګون ښودل غواړي.
په ياده ولسي غونډه کې د ګډونوالو له لوري اتمه ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو.
په دې پرېکړه ليک کې د بهرنيو د لاسوهنو د غندنې ترڅنګ د پاکستانيو د توغنديزو بريدونو د بندېدو، په دې اړه د افغان دولت د جدي اقداماتو، د نړيوالې ټولنې د غبرګون او په ملګرو ملتونو کې د يادې موضوع د راپورته کولو او دغه راز د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو څخه د دوى رايو ته د درنښت غوښتنې شوې دي.
دوى يادونه کړې، که يې غوښتنو ته جدي پاملرنه ونه شي، دوى به د پاکستان پر وړاندې پاڅون وکړي او له ورته اقدام څخه به کار واخلي.
د کونړ دا مشران د پاکستان د پوځ توغنديز بريدونه په داسې مهال کې غندي، چې د روان کال له پيله تردې دمه په دغو بريدونو کې د دې ولايت ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٦ تنه نور ټپيان دي، لسګونه کورونه يې وران کړي او سلګونه کورنۍ يې بې کوره کړې دي.