Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو هیوادوالو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي وویله

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): وسله والو طالبانو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ٩٥مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړى او ولس ته يې د دې ویاړمنې کارنامې مبارکي ويلې ده.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ، وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨لمريز کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

د طالبانو له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له اوس نه ۹۵ کاله وړاندې په سختو شرايطو کې، افغان ولس د برتانوي ښکېلاک پر وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړ.

دوى زياته کړې، په داسې حال کې چې افغان ولس د وسلو او امکاناتو له پلوه کابو تش لاس وو، خو بيا يې هم انګرېزانو ته په ټولو جبهو کې ماتې ورکړه، چې له امله يې هغوى اړ شول، چې د افغان ولس بشپړه خپلواکي په رسميت وپېژني.

د سرچينې په وينا، د هغه مهال زماني شرایطو ته په پام سره، د افغان ولس له خوا د خپلواکۍ ترلاسه کول، یوه کمساري تاریخي کارنامه وه، له همدې امله دوى افغان ولس ته د دې ویاړمنې کارنامې د ترلاسه کولو د ۹۵ یمې کلیزې په رارسېدو سره، مبارکي وایي .

دوى په افغانستان کې د بهرنيو  ځواکونو اوسنى شتون، اشغال بللى او ويلي دي، چې د تېر دیارلس کلن بهیر کې یو زیات شمېر بهرني ځواکونه په تېښته اړ کړای شوي دي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

وسله والو طالبانو تل له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.