کندهار (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): وسله والو طالبانو د ملا تور جان په نوم هغه طالب قوماندان وواژه، چې دوه کاله وړاندې په کندهار کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و.
دغه قوماندان د دوشنبې (د زمري ٢٧مه) په ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د زاړه قول اردو په سيمه کې په ډزو وژل شوى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال د پېښې پخلى وکړ او ويې ويل، چې ناپېژاندو وسله والو پر مولوي تور جان ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
خو نوموړي د پېښې په اړه نور جزئيات ور نه کړل.
بل خوا يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، چې مولوي تورجان په خپل کور کې دننه وژل شوى او د پېښې د څېړنې لپاره د امنيه قوماندانۍ ټيم سيمې ته تللى دى.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسووليت په خپله غاړه اخيستى دى.
د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په خپل لېږل شوي پيغام کې ويلي، د جاسوسي شبکې غړى ملا تور جان چې ځان يې تسليم شوى طالب معرفي کاوه، د هغوى له خوا وژل شوى دى.
ملا تور جان دوه کاله وړاندې د پنجوايي د پخواني ولسوال حاجي فضل الدين اغا په همکاري له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و.
هغه له حکومت سره تر يو ځاى کېدو وروسته د يوه کال لپاره د کندهار د علماوو د اصلاحي شورا د مشر په توګه هم ټاکل شوى و، خو وروسته له دندې ګوښه او د ملي امنيت له خوا په دې تور ونيول شوي، چې ګواکې هغه بيا د وسله والو مخالفينو ليکو ته ورغلى و.
نوموړي په دې وروستيو کې کومه رسمي دنده نه لرله.