کندهار (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): په کندهار ښار کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به د ګټې اخيستنې وړ وګرځي.
د کندهار ښاروال محمدعمر عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه لوى جومات د رغولو چارې چې يو کال وړاندې پيل شوې وې، اوس بشپړېدو ته نږدې دي او په لنډه موده کې به په شاندارو مراسمو پرانيستل شي.
جامعه عمر چې اوس ورته د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې ١٣ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.
د دويم ځل لپاره د دغو جومات د جوړولو چارې د ١٣٨٩ کال د غويي په ٢٨ مه پيل شوې، ولې دا ځل يې هم کار د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له ځنډ سره مخ شو.
د درېيم ځل لپاره د حضرت عمر فاروق (رض) په نوم د دغه لوى جامع جومات د جوړولو چارې يو کال وړاندې د کندهار ښاروالۍ له لوري بيا پيل شوې، چې اوس هم روانې دي.
ښاروال وايي، دا مهال د دغه جومات د جوړولو ٩٨ سلنه چارې ترسره شوې او اوس په کې د نقاشۍ، د فرش هوارولو او اړوند نور کارونه روان دي.
هغه زياته کړه، د عمر جامع د پروژې د لومړۍ برخې پر جوړولو شاوخوا ٣،٥ ميليونه ډالر لګښت راغلى چې د ولسمشر حامد کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جومات درې برخې لري چې يوه يې د مسجد، دويمه هغه يې د ديني زده کړو د دارالعلوم او درېيمه يې د سوداګريز مارکېټ، په دوو پوړونو کې يې يو پارکينګ او تفريحي پارک دي.
ده وويل چې د جومات جوړولو د چارو تر بشپړېدو وروسته به د دې پروژې پر دويمه برخه کار کوي، چې شاوخوا دوه کاله وخت به ونيسي.
نوموړى وايي، د حضرت عمر فاروق جومات پر ټولې پروژې ١٩ ميليونه ډالره لګښت راځي او د هغوى هڅه دا ده چې د نورو برخو د رغولو لپاره هم مالي ملاتړ ومومي.
ښاروال د عمر جامع د جوړولو په برخه کې له ولسمشره مننه وکړه، چې د جامع جومات جوړولو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او د بوديجې د پيدا کولو په برخه کې يې مرسته کړې ده.
د نوموړې په وينا، د دغه جومات له جوړېدو سره به د کندهار ښار ښکلا نوره هم زياته شي او خلکو ته به د لوى خداى د عبادت کولو اسانتيا برابره شوې وي.
د کندهار ښار اوسېدونکي چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې په ډېر ټينګار سره د دغه جومات د جوړېدو غوښتنه کوله، د دغه جومات په جوړېدو خوښي ښيي.
خلک وايي، دا په دغه ولايت کې د کندهار ښاروالۍ او اړوند نورو مسوولينو له خوا د نورو رغنيزو کارونو تر څنګ د پرمختيا په برخه کې تر ټولو لوى ګام دى.
د کندهار ښار د هرات بازار اوسېدونکي حاجي محمد رسول پژواک اژانس ته وويل، مسوولينو د دغه جومات په جوړولو د دغه ولايت د ټولو اوسېدونکو زړونه خپل کړي.
هغه زياته کړه، د دغه جومات د جوړولو چارې کلونه وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پيل شوې وې، خو د هغوى تر تلو وروسته يې د جوړولو کار ودرېد او خلکو له دغه ځاى څخه ناسمه استفاده کوله.
دى وايي، د کندهار ښار د ډېرو اوسېدونکو غوښتنه وه چې دا جومات دې ورغول شي، چې دا دى اوس په ډېره ښکلې بڼه جوړ شوى او خلک يې پرانيستو ته انتظار باسي.
د کندهار ښار يو بل سپين ږيرى حاجي عبدالباري هم د جومات په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې دا جومات به هم د موقعيت او هم د ښکلا له مخې د دغه ولايت تر ټولو لوى مرکزي جامع جومات وي.
ده پژواک اژانس ته وويل چې د جومات له چارو يې ليدنه کړې چې نه يوازې يې ښکلا او ښايست ته پاملرنه په کې شوې، بلکې ډېرې اسانتياوې په کې په پام کې نيول شوې دي.
هغه معلومات چې د جامع عمر په اړه د هېواد د ښاري پراختيا وزارت له خوا ورکړل شوي، ښيي چې د حضرت عمر فاروق جامع جومات په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړونو په لرلو سره د ١٩ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي، چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې شي، چې په يوه وخت کې په کې ٤ زره لمونځ کوونکي ځايېدلى شي.
دغه جومات په ډېر پرمختللي او عصري سيستم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ دنګ منارونه او هره مناره به د ليفټ سيستم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنېټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.
د يادونې ده، د حضرت عمر فاروق جومات (جامعه عمر) اوس په هغې سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځېنۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو له خوا وسوځول شوه او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې و.
د طالبانو له راتګ سره سم د نوموړې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامعې او مدرسې کار پيل شو، چې د عمر جامعې په نوم ونومول شوه.
هغه مهال د جامعې د رغونې کار يوې پاکستانۍ خيريه ادارې” الرشيد ټرسټ” پر غاړه واخيست او ويل کېدل چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.