ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکرم خپلواک :د سياسي واک د سوله ييز انتقال د مخنيوي هڅې کېږي

اکرم خپلواک :د سياسي واک د سوله ييز انتقال د مخنيوي هڅې کېږي

author avatar
19 Aug 2014 - 16:55
اکرم خپلواک :د سياسي واک د سوله ييز انتقال د مخنيوي هڅې کېږي
author avatar
19 Aug 2014 - 16:55

کابل ( پژواک  ٢٨ زمرى٩٣): د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وايي، يو شمېر کړۍ او د افغانستان مخالفين هڅه کوي، چې سياسي واک په سوله ييزه  توګه انتقال نه شي.

ډاکټر محمداکرم خپلواک د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٥ يمې کاليزې په نمانځغونډه کې غوښتنه وکړه، چې دواړه کاندېدان بايد هڅه وکړي،؛څو د ټاکنو پايلو ته غاړه کېږدي.

دا نمانځغونډه د سرحدونو او قبايلو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، چې د چارواکو په ګډون په کې قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو برخه لرله.

خپلواک د يادې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته  ته مبارکي وويله.

نوموړي وويل،چې د افغانستان مخالفين او يو شمير کړۍ نه غواړي؛څو د لومړى ځل لپاره د سياسي واک انتقال په ښه او سوله ييز توګه ترسره شي.

دى وايي: (( دا د هېواد په  تاريخ کې لومړى ځل دى،چې سياسي واک له يو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته په سوله ييز ډول سره انتقالېږي.))

د کابنې دې وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به د سولې پروسه کې برخه واخلي او هڅې به وکړي ، چې وسله والو طالبانو ته د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

 

 

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.