کابل ( پژواک، ۲۸ زمری ۹۳ ) : د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې د رایو دبیاشمیرلو پر مهال داصلاحاتو او همپالنې یوه غړي د کمیسیون پر کارکوونکو د چاقو په وسیله برید کړی او څو کسان یې ټپیان کړي دي.
په کمیسیون کې یوې سرچینې د زمري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن مازیګر په شاوخوا پنځه نیمو بجو رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، د رایو د بیا شمیرلو ددولسم په یوه صندوق کې د ډاکټر عبدالله ۲۲۵ رایه مشابه راووتلې، نو پر دې مهال د خالد په نامه داصلاحاتو او همپالنې د ډلې یوه غړي خالد پر هغه مزدور برید وکړ، چې یاد صندوق یې له ګودام څخه راوړی و.
دغه سرچینه چې د پيښې عیني شاهد دی وایي، کله چې د کمیسیون نور مامورین راغلل، نو خالد پرې د چاقوګانو ګوزارنه وکړل چې له امله یې د کمیسیون څلور مامورین ټپيان شول.
د سرچینې په وینا، کله چې پولیس راغلل،نو د اصلاحاتو او همپالنې یاد تن او نور غړي يې ځانونه ورک کړي وو.
د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د مطبوعاتي ټیم یوه غړي فضل الرحمن اوریا پژواک خبري اژانس ته همدومره وویل چې دوی هم له پيښې خبر شوي دي، خو دا یې ونه ویل چې دا پيښه د چا لخوا او څه ډول رامنځته شوې ده.
خو د ولسمشرۍ د بل کاندید ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ډلې د تخنیکي کمیسیون غړي محمد حلیم فدایي پژواک اژانس ته وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې ډله غواړي په لوی لاس دا پروسه مختله کړي.
د هغه په وینا، د یادې ډلې مشران او مسوولین په کمیسییون کې خپل ځوانان ناظرین هڅوي چې ګډوډي رامنځته ، خلک وګواښي او دې کار سره حالات خراب کړي.
ده زیاته کړه: (( نن د ۵۵ سلنه صندوقونو با شمیره او پلټنه بشپړه شوه، د اصلاحاتو ډله پویه شوې چې بایلونکي دي، نو دوی غواړي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې تر اغیز لاندې راولي او روانه پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.))
د فدایي په وینا، ددوی رقیبه ډله په لوی لاس نړیوال ناظرین، د کمیسیون کارکوونکي او ددوی غړي وهي او ګواښنه ورته کوي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د کمیسیون نظر واخلي، خو هغه سره اړیکه ټینګه نه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP