Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٨ زمرى ٩٣) : د ننګرهار ولايت فرهنګيانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د غازي امان الله خان مقبر دې په سمه توګه ورغوي.

دو‌ى دا غوښتنه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٥ يمې کاليزې پر وياړ د غازي امان الله پر مقبرې د ګلونو ګېډې د اېښودلو پر مهال وکړه.

هغوۍ نيوکه وکړه، چې د غازي مقبره په ډېر بد حالت کې ده ،ولايتي اداره يې په جوړولو او هم د خپلواکۍ د ورځې په نمانځه کې پاتې راغلې ده.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې منشي رحمت الله زيارمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايتي اداره بايد د غازي امان الله خان مقبره ورغوي.

دى په ننګرهار کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځل کمرنګه بولي او وايي چې د غازي امان الله خان مقبره په ننګرهار کې ده؛ نو بايد په ډېرو شاندارو مراسمو سره نمانځل شوى واى.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ډاکتر لعل محمد دراني نيوکه وکړه،چې ولايتي چارواکو يوازې يو کوچنى ګل د غازي په قبر ايښى او ډېر ژر په خپلو دفترونو ستانه شوي.

ده زياته کړه: ((وګورئ! هېڅوک نه دي خبر چې نن د خپلواکۍ ورځ ده، دا ښار بايد په بيرغونو پوښل شوى وى؛ خو له بده مرغه ولايتي ادارې په دې خاطر چې څوک خبر نشي هېڅ مراسم تر سره نه کړل.))

د دراني په خبره چې د ننګرهار ولايتي ادارې د غازي امان الله خان له کارنامو سره جفا کړې او د ولسونو په استازى دى ترې ناراضه دى.

اخوا د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزې د نماځنې پر مهال وويل، دا ورځ بايد بې ارزښته ونه ګڼل شي،ځکه د ملي يووالي د يو موټي افغانستان ښکارندوى  کوي.))

لودين وايي، چې مرکزي اداره بايد د دغې ورځې د نمانځلو لپاره فرمان جاري کړي؛ څو په ټولو ولاياتو کې ونمانځل شي.

دى مني چې د غازي امان الله خان د مقبرې ودانۍ زړه ده او بايد نوې شي، د ده په خبره چې دى به په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې د يادې ودانۍ د جوړېدا لپاره پلان لري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.