Language

عطامحمدنور: ټاکنيزې ناندرې دې په سمه توګه حل شي

مزارشريف (پژواک  ٢٨ زمرى ٩٣):د بلخ والي د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزي په وياړ  په خپل پيغام کې ويلي، چې ټاکنيزې ناندرې دې په سمه توګه پاى ته ورسېږي.

والي عطامحمد نور دا پيغام د ولايت په مقام کې د جوړې شوې غونډې پر مهال د بلخ د ولايتي شورا د رييس له لوري ولوستل شو.

د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ياده غونډه کې د بلخ ولايت د دولتي چارواکو تر څنګ د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې يو شمېر  استازو  برخه اخيستې وه.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د بلخ د والي عطامحمد نور پيغام ولوست، چې افغان ولس ته يې د ازادۍ مبارکي په کې ويلې وه.

په پيغام کې ويل شوي:((بايد د ټاکنو روانې ناندرې په سمه توګه پای ته ورسېږي او افغانستان د يو مستقل هېواد په توګه د يوه وړ ولسمشر لرونکی شي.))

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي يادې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د زمري اته ٢٨مه  د افغانانو لپاره د نيکمرغۍ ورځ وبلله.

د هغه په وينا افغانان بايد له دې وروسته خپلمنځي هراړخېزه ستونزې شاته پرېږدي او د وطن د ازادۍ د ساتنې په فکر کې شي.

د غونډې په پاى کې د مزارشريف په  ښار کې يو  واټ د  غازي امان الله خان په نامه ونومول شو.

دغه واټ، د فردوسي څوک ته څېرمه موقيعت لري، چې د بلخ ولايت مقام کې د ازادۍ د ورځې تر نمانځغونډې وروسته د دولتي چارواکو لخوا رسما پرانيستل شو.

په دغه پرانيسته کې د بلخ د ولايتي شورا رييس او امنيه قوماندان برخه واخيسته.

 

٩٥ کاله مخکې افغانانو د غازي امان الله خان په رهبرۍ د زمري په ٢٨مه له انګرېزانو څخه بېرته خپلواکۍ ترلاسه کړه.