Language

چارواکي: وسله والو په هلمند کې جلب  و احضار پيل کړى

لښکرګاه (پژواک ٢٨ زمرى ۹۳): د ٢١٥ ميوندقول اردو چارواکي وايي،چې وسله وال طالبان د هلمند په شمالي ولسواليو کې ځايي خلک په زوره سره په  خپلو ليکو کې ګماري.

د يادقول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل،چې وسله والو دا هڅې په دې ولسوالۍ کې تر ډېرو تلفاتو وروسته پيل کړي دي.

د ده په وینا، طالبانو غوښتل ،چې پر سنګین ولسوالۍ سربېره موسی کلا، کجکي او نوزاد لسوالۍ ونیسي؛خو امنیتي ځواکونو يې مخنيوى وکړ.

نوموړي وويل، چې په یاده جګړه کې د ٤ سوه په شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د ملي اردو دې چارواکي هغه رېپوټونه رد کړل،چې ګنې په هلمند کې د امنيتي ادارو تر منځ د نه  همغږۍ له امله جګړه غځېدلې ده.

نوموړي وویل،چې وسله وال دکندهار ولايت د غورک ولسوالۍ له لارې د کجکي د زمینداور په سيمه ؛ سنګين ولسوالۍ ته د يوه ميليون ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات راانتقال کړې وې.

د ميوندقول اردو مرستیال وویل:(( سنګین نه یوازې دا چې سقوط  نه وکړ؛ بلکې داسې پلانونه مو ورته  جوړ کړى وو، چې ټول پنجابیان راغلي واى ؛ بريالي شوي به نه واى.))

پرواني وویل دوی په هلمند په ځانګړې توګه په سنګین ولسوالۍ کې پوره سرتېري او جنګي قطعات لري، چې له وسله والو د احتمالي بریدونو مخه پرې ونيسي.

بلخوا د هلمند ولايت امینه قوماندان پاسوال جمعه ګل  همت هم تاييدوي، چې طالبانو په ټولو شمالي ولسوالیو کې ځايي خلک په زور  سره جګړې ته اړ  اېستلي دي.

همت  پژواک ته وويل: (( طالبانو ته هلمند په وروستیو جګړو کې ډېر تلفات اوښتي؛نو له همدې لامله غواړې اوس  بېرته خپل جنکيالي  پورته کړي.  ځکه يې جلب و احضار پيل کړى دى.))

د هملند دې دواړو جګپوړو امنيتي چارواکو په دې تړاو څه ونه ويل، چې طالبانو دا جلب او جذب دا لړى د يادو ولسواليو  په کومې  سيمو کې پيل کړې او دوى يې ولې مخه نه شي نيولاى؟

بلخوا د دې ولایت د ولایتي شورا مرسیتال فضلباري فیاض  پژواک ته وويل، چې تراوسه يې د وسله والو طالبانو د دې چارې په اړه څه نه دي اوريدلي.

هغه، چې د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى هم دى وايي: ((موږ ته خلکو څه نه دي ويلي، چې طالبان دې په زور سره هغوى خپلو ليکو ته جزبوي.))

د هلمند د يادې شمالي ولسوالۍ د زمينداور د سيمې يوه اوسېدونکي عبدلاحد معصومي هم پژواک ته وويل، چې تراوسه يې د وسله والو طالبانو د جلب و احضار  په اړه څه نه دي اوريدلي.

ده وويل: (( موږ ؛خو په کلي کې اوسېږو تراوسه پورې ما په دې اړه نه څه ليدلي او نه اوريدلي دي.))

اخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د هملند د چارواکو دا رېپوټ رد کړى او هغه يې د ځان پر وړاندې توطيه بللې ده.

مجاهدپژواک ته وويل: (( دغه راز خبرې حقيقت نه لري،په هلمند کې د مجاهدينو له لوري نېول شوي سیمې لا هم له موږ سره دي؛ بل داچې په زور سره د خلکو جلب او جذب  دروغ دي.))

د ده په وينا، وسله والو طالبان  پر زور څوک د جګړې لپاره نه اړباسي؛خو هغه دامنيتي سرتېري ،چې په خپله خوښه له دوى سره يو ځاى کېږي؛ هرکلى يې کوي.

د هلمند د سنګين ولسوالۍ په ګډون په ټولو شمالي ولسواليو کې کابو دوه مياشتې مخکې جګړه پيل شوه او ويل کېږي لا هم ځاى ځايکى نښتې کېږي.

د هلمند چارواکو ويلي، چې د دې جګړو له پيله تراوسه  ٢ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.