کابل( پژواک ٢٨ زمرى ٩٣) :د افغانستان د ملي يوالي د ګوند مشر وايي، چې د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې؛ په هېواد کې ناامنو ستر لامل دى.
ډاکټر عبدالله رشيد جليلي دا څرګندونې د زمري په ٢٨مه د ملي يوالي ګوند په څلورمه کنګره او د خپلواکۍ د ٩٥يمې کليزې په موخه جوړې شوې غونډې کې وکړې.
جليلي زياته کړه،چې بهرني هېوادونه په افغانستان کې قومي، ژبني، مذهبي او سيمه ييزو تغصباتوته په لمن وهي.
هغه د هېواد پر اوسني وضعيت اندېښنه څرګنده کړه ويې ويل، چې ناامني ډېره شوې او جګړه له کليو څخه ښارونو ته راغځېدلې ده.
ده وويل : (( سوله نشته او امنيت نه دى تامين ، جګړه او ناامني د هېواد ټولو سيمو ته په پراخېدو ده.))
نوموړي وويل، چې هېواد پرمختګ اوملي يوالي لپاره يې خپل څلورمه کنګره اعلان کړه.
اخوا د دې ګوند يو شمېر نورو غړو په خپلو خبرو کې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزې مبارکي وويله.
په غونډه کې پريکړه وشوه، چې د کنګرې ناسته به يې څلور ورځې دوام ولري، چې د ګوند د چارو د تنظيم تر څنګ به په کې پر ملي مسايلو خبرې وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن