ميدانښار-اسعداباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د ميدان وردګو او کونړ ولايتونو د ناامنيو په ځينو پېښو کې څلور وسله وال وژل شوي او د دوو زده کوونکو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په سيد اباد او دايميرداد ولسواليو کې تېره ورځ د ناامنۍ په پېښو کې د ښوونځي دوه زده کوونکي ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې دغه راز په دې پېښو کې د وسله والو يو قوماندان وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
خوږياڼي وويل چې د سيداباد ولسوالۍ په ګوګر سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله د يادې سيمې د پوزک لېسې دوه زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته وويل ، چې دغه بريد پرون مازديګر د ولسوالۍ په شېرګل سيمه کې وشو.
د هغه په وينا، په وژل شووکې دوه پاکستاني وسله وال او يو سيمه ييز تن دى.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي ، چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د ناامنيو د بېلابېلو پېښو پر مهال د ملي اردو ٦ سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.