Language

ترافيکي پېښو کې د يوه پخواني ولسوال په ګډون ٤ تنه مړه شوي

غزني ښار-ميدانښار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د کابل-کندهار پر لويه لاره په دوو ترافيکي پېښو کې د زابل د اټغر ولسوالۍ د يوه پخواني ولسوال په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لويه لاره يو موټر چپه شو.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د زابل د اټغر ولسوالۍ پخوانى ولسوال فضل باري مړ شوى او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، فضل باري د زابل د ولايتي شورا د يوې وکيلې فوزيې يونسي خاوند هم و.

د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې د کابل – کندهار پر لويه لار د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې سهار لس بجې د سيداباد ولسوالۍ په سيسۍ سيمه کې کرولا او ٣٠٣ موټرو ټکر کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د پلار او زوى په ګډون درې تنه مړه او د يوې ښځې په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.

خوږياڼي وويل چې د کرولا موټر چلوونکى ټپي دى، خو د ٣٠٣ موټر چلوونکى تښتېدلى او کلېنر يې نيول شوى دى.

نوموړي د پېښې لامل د ٣٠٣ موټر د چلوونکي بې احتياطي په ګوته کړه.

Related Topics