کندهار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د کندهار ښاروالۍ مسوولين وايي، د ملا شال ٢٥٠ کلن جومات چې د يوه سوداګريز مارکېټ لپاره په ناقانونه توګه نړول شوى، بېرته پر هماغې پخوانۍ کلاسيکه بڼه رغوي.
دغه جومات چې تاريخي مخينه يې د احمد شاه بابا مهال ته رسېږي، يوه اونۍ وړاندې د سيمې د يوه اوسېدونکي له خوا د يوه مارکېټ د جوړولو لپاره په پټه ونړول شو.
په بخارايي سبک جوړ شوى دغه جومات د احمدشاه بابا د لرغوني کور په څو مترۍ کې د پخواني احمدشاهي ښار په يوه څنډه (سدوزو کوڅه) کې موقعيت لري.
د کندهار ښاروال محمدعمر عمر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جومات د شپې له پلوه د ښاروالۍ له اجازې پرته پر خپل سر نړول شوى دى.
هغه زياته کړه، که څه هم تاريخي ځايونه او تاريخي ابدات تر ډېره په اطلاعاتو او فرهنګ رياست پورې اړه لري، خو ښاروالۍ په دې برخه کې خپل اقدام کړى دى.
دى وايي، د هماغې شپې په سهار يې د پوليسو په مرسته هغه دوه تنه توقيف کړل چې د دغه تاريخي جومات په نړولو کې يې لاس درلود.
هغه د دغه جومات په نړولو کې د ښاروالۍ لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې ښاروالي بشپړ اجرايوي واک نه لري، په دې برخه کې پوليسو بېغوري کړې، ځکه چې کله هم په کوم ځاى کې کار روان وي، پوليس يې بايد پوښتنه وکړي چې د کومو قانوني اسنادو پر بنسټ يې کار روان کړى.
ښاروال خبر ورکړ چې له نيول شويو کسانو به د تر سره شوې کړنې تاوان اخلي او هڅه کوي د ملا شال نړول شوى تاريخي جومات بېرته په هماغه پخوانۍ کلاسيکه بڼه ورغوي.
نوموړي په راتلونکې کې د دغسې کارونو د مخنيوي په برخه کې د يوې کمېټې جوړولو خبر ورکړ، چې لومړى به په ښار کې ټول تاريخي ځايونه په ګوته کوي او بيا به اړوند ليست پوليسو ته هم په واک کې ورکوي، تر څو د تاريخي ځايونو د له منځه تلو مخه ونيول شي.
دى وايي، دغه کار بايد ډېر مخکې شوى واى او ټولې تاريخي سيمې په ګوته شوې واى، خو دا تر ډېره بريد د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړه لري، چې هغوى د دې لپاره ځانګړې بوديجه هم لري، خو هغوى تر اوسه دا کار نه دى کړى.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال هم وايي چې د ملا شال جومات له دې پرته چې اړوند مسوولين خبر کړاى شي، په پټه توګه نړول شوى، چې له خبرېدو سره اوس د دغه کار مخه نيول شوې ده.
هغه زياتوي، دغه ٢٥٠ کلن جومات د قدامت له مخې د احمدشاه بابا له مهال سره تړاو لري، چې د ملا شال کشميري په جومات مشهور و.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې دغه جومات د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال د يوه کشمير ملا (ملا شال) و، چې په لومړيو کې د يوې زېرخانې په بڼه جوړ شوى و، چې وروسته ورباندې دوه پوړه نور هم جوړ شوي وو.
خلک له اړوندو مسوولينو غوښتنه کوي، چې د دې موضوع څېړنه وکړي او د تاريخي ابداتو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، د دغه جومات د نړولو په اړه په ولسي جرګه کې د کندهار استازو اړوند مسوولين پر بېغورۍ او لاس لرلو تورن کړي وو، خو چارواکي دا تورونه ردوي.