Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د نورستان والي د دواب ولسوالۍ سقوط رد کړى او وايي چې هلته جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو وړمه ورځ پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ او بيا پرون ځينو سرچينو د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.

خو د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د زمري په ٣٠مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د نورستان د دواب ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ او زياته يې کړه چې يو شمېر رسنۍ ډېرى وخت د نورستان ولايت خبرونه په افراطي بڼه خپروي.

د نوموړي په خبره، چې دواب د غرونو په منځ کې پرته ولسوالي ده، نو په دې خاطر چې ښه دفاع ترې وشي د ولسوالۍ پرسونل غره ته ختلي، چې پر يوه غره يې وسله وال او پر بل يې امنيتي ځواکونه پراته دي.

ده وويل: ((په دې خاطر زموږ ځواکونه پاس ختلي چې له ولسوالۍ ښه دفاع وشي، مګر يو شمېر رسنيو خبر خپور کړى چې ولسوالي سقوط شوې ده.))

د والي په وينا، چې ولسوالۍ ته يې نوې ځواکونه د حمايي په خاطر ورلېږلي دي، چې له وړمې ورځې راپه دېخوا لا هم جګړه روانه ده.

دى زياتوي: ((تر دې دمه په نښته کې لس وسله وال وژل شوي او شاو خوا ١٣ نور ټپيان شوي دي.))

د نوموړي په خبره چې په نښته کې يو پوليس هم وژل شوى او درې نور ټپيان دي، خو د پوليسو د حمايي په خاطر نوي ځواکونه سيمې ته تللي او نښته روانه ده.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ يې نيولې او دغه مهال په کې د دوى ملګري حاکم دي.

ياده دې وي چې نورستان د هېواد يو له هغو غرنيو ولايتونو دى چې وخت ناوخت په کې د وسلخ والو او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.