Language

هوايي او نورو بريدونو کې ١٥ وسله وال وژل شوي

غزني ښار (پژواک ۳۱ زمری ۹۳): د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې يوولس او دغه راز په لغمان کې د امنيتي ځواکونو په يوه کمين څلور وسله وال وژل شوي دي.

د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د زمري په ٣١مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د ګيرو ولسوالۍ د سليمي په نوم سيمه کې هغه مهال پر وسله والو هوايې بريد وکړ چې غوښتل يې پر امنيتي پوسته بريد ترسره کړي.

 خيرخواه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ٧ بهرنيو په ګډون يوولس وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

د ده په خبره، چې د وژل شوو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي خو بل چا ته به کې زيان نه دى رسېدلى.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان د مرکز اړوند د کوټه تور په سیمه کې د ملي امنيت ځواکونو په يوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

د لغمان ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه يو شمېر وسله والو چې غوښتل پر دولتي تاسيساتو راکټي بريد وکړي، د ملي امنيت د ځواکونو په کمين کې وژل شوي دي.

سرچينه کاږي، چې له وژل شوو وسله والو پنځه کلاشينکوفونه او ۲ ميله راکټ انداز هم د ملي امنيت د سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه راغلي چې د وسله والو مړي اوس د لغمان په ملکي روغتون کې دي او يو بل وسله وال چې ټپي و او د تېښتې هڅه يې کوله هم نيول شوى دى.

د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د ملي امنيت د سرتېرو دغه پر وخت کړنه ستايي او تر څنګ يې ټولو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي څو په خپلو دندو کې لا نور هم ګړندي شي.

دغه راز سرچينه وايي، چې نن سهار وختي د لغمان اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د کاکڅ په سيمه کې وسله والو پر شخصي کانټينر موټر ډزې کړې چې له امله يې کانټينر سوځېدلی، چلوونکى يې وژل شوى او يو تن په کې ټپي شوى دى.

سرچينه زياتوي، چې ټپي کس د درملنې په موخه روغتيايي مرکز ته لېږدول شوى دى.

وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سړک غاړې چاودنې د عامه نظم پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ ولايت د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیـدخېل وايي چې نن د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د لیچلام په سیمه کې د عامه نظم پولیسو پر یوه رينجر د د سړک غاړې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړې چې په دې پېښه کې يو پوليس ووژل شو، دوه نور ټپيان شول او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي چې په یاده سیمه کې يې د عامه نظم د پولیسو پر ټانګ چاودنه کړې، څلور سرتېري په کې وژل شوي او ټانک يې هم ويجاړ شوى دى.

دغه راز پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کونړ ولایت پر څلورو ولسوالیو دانګام، شــیګل، مروره او سرکاڼو  ۵۵ توغندي را ویشتلي چې په دانګام کې يې یو تن ټپي کړی او سربېره پر دې يې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي.

Related Topics