اسعد اباد ( پژواک،د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د کونړ چارواکي وايي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د قومي لښکرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې اوه تنه د قومي لښکر وسله وال او پوليس ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرې ورځې راهيسې د ناړۍ ولسوالۍ د ساو خوړ په سيمه کې د قومي لښکرو، چې د وسله والو طالبانو پر ضد يې وسله وال پاڅون کړی دى.
هغه زياته کړه، چې د سيمې د اوسېدونکو د قومي لښکر او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوې ده، چې تردې دمه اوه تنه د قومي لښکر سرتېري او پوليس ټپيان شوي دي.ـ
سيدخېل وايي ، چې په دې نښته کې اته وسله وال وژل شوي او ١٦ نور يې ټپيان دي.
امنيه قوماندان وويل، چې په ټپيانو کې څلور تنه د قومي لښکر وسله وال ، يو ملي پوليس او دوه محلي پوليس شامل دي.
د هغه په وينا، په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.
بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ناړۍ ولسوالۍ په ساو خوړ سيمه کې د دولت اربکي ملېشه او د پوليسو پر پوستو طالبانو بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه يې اوه ملېشه ټپيان کړي دي.
د هغه په وينا، په جګړه کې طالبانو ته زيان نه دى اوښتى.