کابل( پژواک دوږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : دکورنيو چارو وزارت د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګوندې د افغانستان له خاورې څخه پر دوى بريد شوى.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار د معروف ولسوالۍ په ګډه پوله د ډيورنډ پولې په پورې غاړه د شاک په کلي کې پاکستانيو ځواکونو غوښتل خندقونه اوباسي.
سرچينې زياته کړې،د سيمې اوسېدونکو دپاکستانيو ځواکونو ددې کار مخه نيولې، خو پاکستانيو چارواکو ادعا کړې، چې ګوندې ترهګرو د افغانستان له خاورې پر دوى بريد کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې سيمې د اوسېدونکو او پاکستانيو ملېشه وو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو وزارت دپاکستانيو چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې او بې اساسه يې ګڼلې، چې ګوندې ترهګر د افغانستان له خاورې د پولې په پورې غاړه پر پاکستانيو ځواکونو بريدونه کړي دي .
سرچينې زياته کړې، چې دوى ټولو اړوندو سرحدي ځواکونو ته امر کړى، چې په سرحدي سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د هر ډول هڅونکو هلو ځلو سخت ځواب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP