کلات (پژواک ٢ وږى ٩٣) : د زابل ولايت عمومي محبس ته څېرمه په ځانمرګي بريد او ډزو کې دوه سياسي بنديان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ٤ بجې د کلات د محبس مخکې ته ځانمرګى بريد وشو او دوه پوليس په کې ټپيان شول.
د هغه په وينا، د بريد پر مهال دوو سياسي بنديانو،چې په عمري بندمحکوم وو له وخته په استفادې هڅه کوله، څو له زندان څخه وتښتي، خو د پوليسو له لوري پر ډزو سره ووژل شول.
امنيه قوماندان وايي، چې ځانمرګي بريدګر چاودېدونکي توکي په يوې کراچۍ کې بار کړي وو او د زندان خواته يې چاودنه ورکړې ده.
نوموړي د وژل شويو سياسي بنديانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
تراوسه دا هم نه ده معلومه ، چې د بريد اصلي هدف به د يادو سياسي بنديانو د تښتې لپاره هڅه وې او که څنګه؟
د دې ځانمرګي بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن