Language

د غزني زندان بنديانو د نه خوړلو اعتصاب کړى

غزني ښار (پژواک ۲ وږى ۹۳): د غزني ولايت  د عمومي  زندان  لسګونو بنديانو د  دوسيو د نه څېړونو په غبرګون د نه خوړو اعتصاب کړى او دوه تنو يې خپلې خولې ګنډلې دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ  پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن (د وږي ٢مه) د دغه ولايت د زندان څو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.

ننګ وويل، چې دغو بنديانو په قضايي ادارو کې د فساد او د دوى د دوسيو د نه څېړولو په نوم اعتصاب پيل کړى او دوه تنو يې خولې ګنډلې دي.

د والي وياند وايي، چې ولايتي ادارې هڅې پيل کړې څو د دغو بنديانو اعتصاب پاى ته ورسېږي.

نوموړي د اعتصاب کوونکو دقيق شمېر ونه ښود.

د غزني د عمومي زندان يوه بندي نورالله د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل چې په دغه زندان کې تر لسو ډېرو بنديانو د نه خوړوو اعتصاب پيل کړى او شپږ يې خپلې خولې ګنډلې دي.

دى وايي چې بنديانو دا اعتصاب د دوى  دوسيو ته د نه پاملرنې له امله کړى دى.

د دغه زندان يو بل بندي او اعتصاب کوونکي روح الله د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل چې د تر لسو ډېرو بنديانو نن ورځ له سهاره د نه خوړلو اعتصاب پيل کړى دى.

هغه ادعا کوي چې  دوسيې يې نه څېړل کېږي او ډېر بنديان د پيسو په بدل کې خوشي کېږي.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د غزني د قضايي ادارو او زندان د چارواکو نظر واخلو خو له بيا بيا هڅو سره بريالي نه شوو.

Related Topics