Language

وسله والو د تخار په خواجه غار کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي

تالقان-غزني (پژواک  ٢ وږى ٩٣): چارواکي وايي، چې په تخار  ولايت کې د نښتو له امله اته وسله وال طالبان  او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او اوه سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونه وسله والو د “خواجه غار” ولسوالۍ د ګورتيپه او مومن په سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.

تيمور وايي، چې جګړه لا هم روانه ده او سيمې ته د ملي اردو سرتېرو د لېږلو چارې تنظيم شوې دي.

د خواجه غار ولسوال ملا عمر پژواک ته وويل چې سيمه ييز او ملي پوليس د وسله والو پر وړاندې جنګېږي او ټاکل شوې ډېر ژر نور سرتېري هم سيمې ته ور ورسېږي.

دى وايي، چې جګړه شته خو وسله وال د تېښتې په حال کې دي او د څو تنو مړي يې هم په سيمه کې پاتې دي.

د سيمې يوه قومي مشر ملک شمس الله پژواک ته وويل چې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي او جګړه لا هم روانه ده.

ده وويل چې تر اوسه په دې نښتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي وايي چې له کابو يوې مياشتې راهيسې وسله وال د دې ولسوالۍ پر يو شمېر سيمو بريدونه کوي او د مخنيوي لپاره يې بايد دلته د ملي اردو پوستې رامنځ ته شي.

د يو بل خبر له مخې، په غزني ولايت کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ماښام د مرکز اړوند د قاضي کلا په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ننګ وايي: ((طالبانو دغو ماشومانو ته په کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي ماين  ورکړى و او ورته يې ويلي و، چې دا کراچۍ ښار ته بوځي خو په لاره کې يې چاودنه کړې.))

د غزني د ولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوه مړي او يوه ټپي ور وړل شوي دي.

هغه وايي، چې د ټپي روغتيايي حالت ښه دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics