Language

د تګاب اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو غاړو  د اوربند غوښتنه کوي

محمود راقي ( پژواک، ٣ زمرى ٩٣ ) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو غاړو د انارو او الوبخارا د فصل ترټوليدو پورې د اوربند غوښتنه کوي.

دوى وايي ، چې په ولسوالۍ کې يې د يادو  تازه مېوو فصل رانږدې شوى  او که چېرې يې په سيمه کې اور بند ونه شو، نو دوى به د خپل حاصل په راټولولو کې پاتې او له سخت اقتصادي زيان سره به مخامخ شي.

د تګاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي خيبر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د سيمې قومي مشرانو په دې اړه له دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو سره خبرې هم کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دولتي ځواکونو يې وړانديز منلى ، خو وسله والو مخالفينو غوڅ ځواب نه دى ورکړى.

د نوموړي په وينا، تر يادې غوښتنې وروسته دولتي ځواکونو په ډېرو برخو کې جګړه بنده کړه او نه هم د توپونو او هوانونو مرمۍ راځي، خو وسله وال د شکوټ په سيمه کې پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

خيبر وايي، چې د وسله والو مخالفينو د بريد په ځواب کې دولتي ځواکونه هم بريدونه کوي، چې له امله يې د سيمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوړي او د هغوى باغونه زيانمن کېږي.

د محمد ظاهر په نامه د تګاب د تترخېلو  د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې وسله وال مخالفين د خلکو له باغونو او د باغونو له شاوخوا سيمو څخه پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

د هغه په وينا، د دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې بيا د خلکو باغونه زيانمن کېږي، ددې ترڅنګ خلکو ته ځاني زيان هم اوړي.

دى وايي، چې ولسي وګړي نه د دولت زور لري او نه هم د وسله والو مخالفينو، د دې دواړو لوريو ترمنځ نښتو کې عام ولس زيانمن کېږي .

ده د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د انارو او الوبخارا د فصل تر راټولولو پورې دې اوربند وکړي.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى وايي، چې دوى د خلکو د امنيت لپاره د تګاب ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

د هغه په وينا، وسله وال مخالفين د خلکو له کورونو او باغونو د سنګر په توګه ګټه پورته کوي او له هغو ساحو پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي .

دى وايي، چې امنيتي ځواکونه له خپل ځان څخه ددفاع په موخه جګړه کوي.

وسله وال طالبان وايي ، چې دوى ته تر اوسه پورې د تګاب د اوسېدونکو له خوا د اور بند په اړه کومه غوښتنه نه ده رارسېدلې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل ، چې که له دوى دا ډول غوښتنه وشي، نو خامخابه د سيمې د اوسېدونکو لپاره پر دې موضوع غور وکړي.

ده زياته کړه : ((موږ هڅه کوو چې خپل مسوولين په جريان کې کړو او په هغو ټولو سيمو کې چې د خلکو باغونه دي تعرضي عمليات وځنډوي، خو دفاعي حالت به په خپل حال وي، تر څو يې مخالفين له دې موقع څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي. ))

Related Topics