Language

د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رياست ته ودانۍ جوړه شوه

لښکرګاه (پژواک ۳ وږى ۹۳): هلمند ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست د ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه رياست چارې لا تنظيم او کړندۍ شي.

دا څرګندونې د ياد ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو رييس محمدقاسم نورزي د يادې ودانۍ د پرانيستو په مراسمو کې وکړې.

د نورزي په وينا، دا ودانۍ د ١٢ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ، چې ١٢ اداري خونې او نور ملحقات لري.

ده وويل، چې تر دې مخکې د ياد رياست چارې په يوه کرايي کور کې ترسره کېدې.

د يادولو ده، په هلمند ولايت کې د وروستيو ناامنيو او جګړو له امله پرمختيايي کارونه او رغنيزې پروژې کمې شوې دي.

Related Topics