Language

پر کونړ پاکستاني بريدونو پنځه کسان ټپيان کړي

اسعداباد (پژواک ٣ وږى ٩٣): پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو په تازه بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو له تېرې شپې راهيسې د دغه ولايت پر دانګام ولسوالۍ ٢٥ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو بريدونو يوه مرمۍ د خاره په سيمه کې د پاچا په نوم سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور لګېدلى دى.

د سيدخېل په وينا، په دې پېښه کې د ياد کور پنځه غړي، چې دوه ښځې، دوه ماشومان او يوه سپين ږيرى په شامل دي، ټپيان شوي دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې پر کونړ پاکستاني بريدونو زور اخيستى، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics