Language

د شمال زون د ښارواليو د مشورتي شوراګانو کنفرانس پيل شو

مزارشريف (پژواک ٤ وږى ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د ښارواليو د مشورتي شوراګانو دوه ورځنی کنفرانس پيل شو.

ياد کنفرانس، چې د مزارشريف ښاروالي د مشرتابه له خوا د وږي په ۴مه، پيل شو، د شمال زون د سمنګان، فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو د مرکزونو د ښارواليو د مشورتي شوراګانو استازو په کې ونډه اخيستې وه.

په بلخ ولايت کې د سيمه ييزو ارګانونو استازي پښتونيار نوراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کنفرانس يې د ښارواليو د مشورتي شوراګانو د تجربو د شريکولو او د شته ستونزو لپاره د حل لارې لټولو په موخه جوړ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، د تېرو کلونو په پرتله د هېواد په ښارواليو کې د دولتي اداري د قانوني کېدو له لارې ډېرې ستونزې حل شوې دي.

د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې د ښاري ځمکو غصب تر ټولو ستره مسئله وه، چې په وروستيو کلونو کې يې تر ډېره مخنيوی شوی دی.

د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم وويل، چې له تېر يو کال څخه دوی په مزارشريف ښار کې مشورتي شورا جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، دغه شورا د ښاروالۍ د مسوولينو او ښار د اوسېدونکو تر منځ د ستونزو د حل په موخه د پول حيثيت لري.

د هغه په خبره، دوی هڅه کوي، چې د يادې شورا له لارې د ښاريانو له ستونزو خبر شي او د حل لپاره يې لاره ولټوي.

خو د مزارشريف ښاروالي د مشورتي شورا يوه غړي حاجي سيف الله پژواک ته وويل، چې دوی ډېری وخت د ښاريانو ستونزې له ښاروالي سره شريکوي؛ خو د پلي کېدو په برخه کې په ښه توګه چارې نه تر سره کېږي.

هغه د بېلګې په توګه په مزارشريف ښار د تشنابونه د کمښت مسئله ياده کړه، چې له تېرو څو مياشتو يې له ښاروالي سره دغه موضوع شريکه کړې ده، خو عملي ګام په کې نه اخيستل کېږي.

د مزارشريف ښاروال مقيم وويل، چې دوی په ښار کې د شته تشنابونه تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې د پنځو ښځينه او مردانه تشنابونه پلان چمتو کړی، چې په نږدې موده کې به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

د سمنګان ولايت د مرکز- ايبک د ښاروالي د مشورتي شورا غړي ډاکټر صبغت الله، چې په ياد کنفرانس کې يې ونډه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې وروستيو ټاکنيزو ناندريو د دغه ښار د ښاروالۍ په چارو باندې منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د ښاروالي عادي کارونه په ښه توګه پر مخ ځي؛ خو هغه چارې چې بهرنيو ډونرانو پورې اړوند دي، ټکنۍ شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه د شهر پروژې يادونه وکړه، چې د ټاکنيزو ناندريو له امله يې ډونر پيلېدو ته زړه نه ښه کوي.

ډاکټر صبغت وويل، چې په همدې برخه کې د مشورتي شورا هڅه کوي، چې له دولتي چارواکو سره له پرله پسې ناستو وروسته دغه ستونزه حل کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو استازي پښتونيار وويل، چې د هېواد په ۳۳ ښارواليو کې ۳۰ ښاروالي مشورتي شوراګانې لري، چې دوی هڅه کوي، د روان کال په اوږدو کې په پاتې ولايتونو کې هم مشورتي شوراګانې جوړې کړي.

 

Related Topics