Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ شپږيزې سيالۍ د بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو په بريا سره پيل شوې

کابل (پژواک ٤ وږى ٩٣): د پنځو زونونو ترمنځ د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ سياليو لومړۍ ورځ د بند امير ښامارانو او د مس عينک اتلانو د لوبډلو له برياوو سره پيل شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سه شنبې په ورځ (د وږي څلورمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ لوبه د بندامير ښارامانو او د سپين غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وه، چې پچه د بندامير ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د سپين غر پړانګانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ده زياته کړه، د سپين غر پړانګانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره، سيالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې شبير نوري ۵۷، نجيب ترکي ۳۳ او افتاب عالم هم ۳۳ منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، د بند امير ښامارانو لوبډلې توپ اچوونکو له لوري، امير احمزه د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

دى زياتوي، د بندامير ښامارانو ورکړل شوی هدف د سيالۍ په ۱۹ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ. له دوی څخه اصغر ستانکزي ۵۳، محمد نبي عيسی خېل ۳۵، عمران جنت ۳۶ او حضرت الله ۳۵ منډې جوړې کړې. د سپین غر پړانګانو توپ اچوونکو له لوري شبير نوري د سيالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د ده په خبره، د سيالۍ غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی ونومول شو، چې د ولسي جرګې له غړي امير خان يار څخه يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د کرکټ بورډ وياند وايي، دوهمه سيالي د مس عينک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او مس عينک اتلانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه وويل، د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۶ منډې يې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري نوين الحق د سيالې لوبډلې ۳ او شاپور ځدراڼ دوه لوبغاړي وسوځول.

ده زياته کړه، د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د لوبې په وروستي اور کې يې لوبه د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د مس عينک اتلانو پر وړاندې وبايلله. د دوی له ډلې څخه نجيب الله ځدراڼ ۶۸ او سميع اغا ۶۵ منډې جوړې کړې. د مس عينک اتلانو لوبډلې له لوري روښان د سيالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د نوموړي په وينا، د لوبې غوره لوبغاړی نوروز منګل ونومول شو، چې د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجيدي له خوا يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د شپږيزې سياليو بريالی پيل له ډېرو لاسته راوړنو ډک بللى دى.

ده ويلي، دا ځل د شپږيزې سيالۍ له غوره کيفيت سره د ټولو تخنيکي اړخونو په اغېزمن پوښښ سره خپريږي. زموږ چمتووالى به اغېزمنې پايلې راوړې او د خدای ج په مرسته به ټولې سيالۍ په خورا بريالیتوب سره ترسره شي.

ټاکل شوې ده سبا لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او بندامير ښامارانو او دوهمه لوبه د سپين غر پړانګانو او بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.