Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښګرګاه (پژواک ٤ وږى ٩٣): د هلمند ولايت اوسېدونکي له راتلونکي ولسمشره غواړي چې د سولې د ټينګښت تر څنګ دې د اداري فساد مخنيوى وکړي او سالمه اداره دې رامنځته کړي.

د دويم پړاو ټاکنو د تفتيش پروسه لا هم روانه ده خو تر اوسه دواړه ټاکنيزې ډلې سره د رايو د شمېر او د ″ملي وحدت″ په نوم د حکومت په رامنځته کولو سره اختلافات لري.

که څه هم دې چارې د ټول هېواد اقتصاد او امنيت ننګولى خو د هلمند د ځينو سيمو خلک له راتلونکي ولسمشره غواړي چې د ستونزو د حل لپاره دې سالمه اداره رامنځته کړي.

د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عتيق الله خان له راتلونکي ولسمشره غوښتنه کوي چې د سولې او ثبات سربېره دې عدالت پلى کړي او ټولو خلکو ته دې مساوي خدمات ورسوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((تېر ته په کتو دې نوى ولسمشر په عمل کې ښکاره بدلونه راولي، قانون دې پلى کړي، وړ او پوه خلک دې پر دندو وګوماري.))

د لښکرګاه ښار د يوه ښوونيز مرکز مسوول جان محمد شېرزاد پژواک ته وايي، چې له طالبانو سره دې د سوله وشي، بنسټيزې پروژې دې پلې شي او خلکو ته دې کار پيدا شي.

شېرزاد وايي چې د پېښو د مخنيوي لپاره دې سرحدونه وتړل شي، مجرم ته دې د اسلامي احکامو پر بنسټ سزا ورکړل شي او له بهرنيو هېوادونو سره دې پر اړيکو له سره کتنه وشي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکى بزګر محمد زمان له راتلونکې ولسمشره غواړې چې پوځ دې ملي شي او له سياسته دې بېل شي څو يوازې د هېواد له پولو څخه ساتنه وکړي او امنيت يې خوندي کړي.

دى خپل پيغام راتلونکي ولسمشر ته داسې رسوي: ((اداري فساد مخه دې ونيول شي، بيارغونه، ښوونه او روزنه دې په لومړيتونو کې راوستل شي او د ځمکو د غصب مخنيوى دې وشي.))

د هلمندولايت يوه کاريګر لعل محمد له نوي ولسمشره غواړي چې تر ټولو مخکې امنيت راولي څو خلک هوسا ژوند وکړي.

په لښکرګاه د ښار يوه هټۍ وال لالا خان خروټي وويل چې افغانانو څو لسيزو جنګونو او د پرديو لاسوهنو ځورولي نو په پيل کې دې نوى ولسمشر د پرديو لاسوهنې بند کړي.

د ده په وينا، تر موقتې دورې وروسته خلکو هيله درلوده چې د نړيوالې ټولنې په مرسته به دغه ستونزې حل شي خو څو برابره ډېرې شوې چې له امله يې خلکو له دولته فاصله پيدا کړې.

د هلمند يوه پانګوال غازي محمد ساپي پژواک ته وويل چې تر ټولو وړاندې دې په قضايي او عدلي ارګانونو کې اصلاحات رامنځته شي.

ده زياته کړه، په تېرو ۱۳ کلونو کې چې د خلکو او دولت تر منځ ډېره کرکه پيدا کړه همدا قضايي ادارې دي.

دى له راتلونکي ولسمشره غواړې هغه کسان چې په قضايي اداره کې سم کار نه کوي، بډې اخلي او حق حقدار ته نه سپاري، بايد منفک شي.

د هلمند د مدني ټولنو فعال محمداسماعيل پژواک ته وويل چې له راتلونکي ولسمشره چې په سختو حالاتو کې خلکو رايه ورکړه غوښتنه کوي څو نااهله کسان پر دندو ونه ګوماري.

د ده په وينا، ځوانانو ته دې په حکومت ډېره برخه ورکړل شي او که امکان ولري يو وزارت دې د ځوانانو په نوم جوړ شي.

نوموړي وويل: ((که چېرې بيا هم وزيران، واليان، قوماندانان او نورو مسوولين د پيسو او واسطو په زور وټاکل شي خلک به پر حکومت او ټاکنو نور هم بې باوره شي.))

ليکوال او اديب نويد احمد نظري له راتلونکي ولسمشره غواړي چې د هېواد ټولو ولايتونو ته دې په يوه نظر وګوري او ټولو ته دې يو شان خدمات وړاندې کړي.

هغه وويل، چې په يو شمېر له پامه غورځېدلو ولسواليو کې دې د زده کړو زمينه برابره کړي، بيارغونې او امنيت ته دې ډېره پاملرنه وشي.

هغه وويل: ((د نوي ولسمشر لپاره په هلمند ولايت کې دا وروستى چانس دى څو ثابته کړي چې رښتيا هم خدمت کوي.))

نوموړي وويل، چې دولت بايد بدلونونه رامنځته کړي، د هېواد له طبيعي زېرمو، محصولاتو او له امکاناتو دې په سمه توګه ګټه پورته کړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.