لښکرګاه (پژواک ٤ وږى ۹۳): د هلمند والي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د سنګين ولسوالۍ د نيولو په موخه بريدونه پيل کړي خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده.
تورن جنرال محمدنعيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ د ″ساروان کلا″ اړوند د نيسېزو په حوزه کې پراخې نښتې پيل شوې او طالبان غواړي د سنګين ولسوالۍ سقوط کړي.
خو د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ساروان کلا په سيمه کې ځيني ځايونه نيولي دي.
د ولسوالۍ يوه قومي مشر هاشم الکوزي پژواک ته وويل، چې له وړمې شپې راهيسې وسله والو طالبانو يو ځل بيا په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه وويل چې طالبانو تېره شپه د ″ساروان کلا″ د نيسېزو سيمې ټولې پوستې نېولې او دولتي ځواکونه يې له سيمې پر شا کړي دي.
د ساروان کلا سيمې اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې سخته جګړه روانه ده او د امنيتي ځواکونو له ځينو سيمو وتلي دي.
د ده په وينا چې پر ساروان کلا سربېره په يو شمېر نورو سيمو کې هم جګړه ده او ګڼ شمېر طالبان په سيمه کې تر سترګو کېږي.
بلخوا د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر سيمو کې د ممکنه محاصره کېدو له وېرې دوه پوستې خوشې کړې دي.
سرچينه وايي چې د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د طالبانو بريدونو يو ځل بيا زور اخيستى دى.
د امينې قوماندانۍ وياند لومړي بريدمن شاه محمد اشنا تاييد کړه، چې په سنګين ولسوالۍ کې بريدونه ډېر شوي خو د امنيتي پوستو د پرېښودو رپوټونه يې رد کړل.
اشنا وويل چې امنيتي سرتېري په همغږۍ او پوره ځواک سره د وسله والو پر وړاندې جنګېږي او د ده په وينا، بريدګر د تېښتې په حال کې دي.
د نوموړي په ګډون د هلمند چارواکو د وسله والو د شمېر او په کې د بهرنيو طالبان د شته والي په تړاو څه نه دي ويلي.
په ورته مهال طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د سنګين په ولسوالۍ کې يې پنځه امنيتي پوستې نيولې او ١٥ افغان سرتېري يې وژلي دي.
احمدي وايي چې له افغان سرتېرو سره يې لا هم جګړه روانه ده.
په سنګين ولسوالۍ کې دا جګړه له لسو ورځو نسبې ارامتيا وروسته يو ځل بيا پيل شوه.
کابو دوه مياشتو مخکې وسله والو د دې ولسوالۍ پر يو شمېر پوستو بريدونه پيل کړل چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د جګړو لمن پراخه شوه.
په اوسنيو بريدونو کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه ده معلومه خو په تېرو جګړو کې د چارواکو په وينا ٢زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د هلمندوالي د زمري په٢٧مه ويلي وو چې په وژل شوو کې ٤ سوه وسله وال،٢٧٠ سرتېري،٢٣٠ ملکي وګړي دي او په ټپيانو کې ٥ سوه وسله وال ١٩٠ سرتېري او ٤٠٨ ملکي وګړي شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP