کابل ( پژواک، ۵ وږی ۹۳) افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ډانيل فیلډمین چې نن په یوه ناڅابي سفر کابل ته رسیدلی، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو سره یې د ټاکنیز شخړو د هواري په موخه کتلي دي.
په کابل کې دامریکا سفارت په ټویټر پاڼه کې د وږي په ۵مه، لیکل شوي چې ډان فیلډمین نن کابل ته رسیدلی و.
سرچینې زیاته کړې چې کابل ته رسیدلو سره سم ځانګړي استازي د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله سره ولیدل.
دامریکا سفارت ویلي چې ددي ترڅنګ ځانګړي استازي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ددفتر مسوولنو سره یې لیدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ددې لیدنو پر مهال دامریکا ځانګړي یو ځل بیا پخپل وخت سره د ټاکنیزې پروسې بر بشپړیدو ټینګار کړی دی ترڅو د میلیونونو افغانانو رایو ته درناوی وشي.
ډانيل فیلډمین زیاته کړې چې د میلیونونو افغانانو رایو سره به په افغانستان یو قانوني ملي حکومت رامنځته شي.
دامریکا ځآنګړی استازی په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله نن یو ځل بیا درایو د بیاشمیرنې او پلټنې له پروسې څخه ووتله او ملګرو ملتونو ددواړو ټیمونو له استازيو پرته دغې پروسې ته ادامه ورکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن