Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٥وږى٩٣): په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو چارواکي وايي، چې د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د افغان ګډو ځواکونو له لوري د نورستان د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي دي.

دى وايي چې دا مهال د دواب ولسوالۍ له څلور کليو څخه وسله وال په شا تمبول شوي او عمليات دوام لري.

د نوموړي په وينا، عمليات کوونکي ځواکونه به د وسله والو د ځپلو ترڅنګ ډېر ژر دواب ولسوالي په خپله ولکه کې راولي.

يوې بلې امنيتي سرچينې هم د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو عملياتوکې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسول فضل احمد شېرزاد هم د کورنيو چارو وزارت په هدايت ګډون کړى دى.

د يادونې ده ، چې تېره اونۍ وسله والو طالبانو دواب ولسوالۍ نيولې وه، خو والي يې د نيولو خبر رد کړى و.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې كومانډويي ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه طالب قوماندانان وژل شوي او د لسو شکمنو کسانو په ګډون يې دېرش تنه وسله وال ژوندي نيولي دي.

ډګروال محمد نعمان هاتفي وويل، چې كومانډو ځواکونو دا عمليات په چپرهار کې د وسله والو د ځپلو په هدف کړي دي.

هاتفي زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې قوماندان قاري عبدالشکور هم شامل دى.

د نوموړي په وينا، چې په يادو عملياتو کې لس تنه نور شکمن اشخاص هم د ځانګړو ځواکونو له لوري نيول شوي دي

د هاتفي په خبره، چې کومانډويي ځواکونو دوه د هاوان او يو بي ام يک هغه مرمۍ هم کشف او شنډې کړي، چې وسله والو غوښتل پر جلال اباد ښار يې وتوغوي.

نوموړي وويل، چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو او عامو وګړيو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په لغمان ولايت کې د اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې ۵۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي له يو تن لېږدونکي سره يو ځاى نيولي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي ، چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د مرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې ۵۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، چې په يو زرنج رېکشا کې لېږدول کېدل ، د يو تن لېږدونکي سره يو ځای ونيول شول.

نوموړى زياتوي، دغه مواد چې د ماينونو په جوړولو او نورو چاودېدونکو وسايلو کې ترې کار اخيستل کيږي، د الينګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې د مخالفو وسله والو پټنځايونو ته لېږدول کېدل .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.