Language

لښکرګاه( پژواک ۵ وږى ۹۳) : افغان لوري ته د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو د سترې پوځي اډې ″ ښوراب هوايي ډګر″ سپارلو سره به دې ولايت ته نړيوال ملکي پروازونه پيل شي.

د هلمندوالي تورنجنرال محمدنعيم له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل،چې د ښوراب هوايي ډګر له تېرو اتو کلونو راهيسې د بهرنيو سرتېرو د پوځي اډې په توګه کارول کېږي.

والي وايي: (( د دې هوايي ډګر د انتقال په اړه مو له اړوندو افغان او بهرنيو پوځي ادارو سره خبرې کړي او پر ژر انتقال يې هوکړې ته رسېدلي يو.))

د هلمند د والي په وينا، د دې هوايي ډګر له سپارلو سره سم به دې ولايت ته کورني او نړيوال ملکي پروازونه پيل شي، چې له امله به يې د دوى پر اقتصاد ښه اغېز ولري.

والي زياته کړه، چې د ښوراب هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو جوړ شوى او افغان دولت  ته په سپارلو سره به ترې د پوځي او مسافر وړونکو الوتکو سربېره بار وړونکې الوتکې هم الوتنې کوي.

د هلمند په مرکز کې د بُست له هوايي ډګره هم ملکي الوتنې کېږي؛ خو چارواکي وايي، چې د ښوراب هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو برابر او تر بُست هوايي ډګره ستر دى.

د هلمند ولايت يوتن پانګه وال سردار محمد پژواک ته وويل، چې  افغان لوري ته د ښوراب هوايي ډګر له سپارلو سره به وکړاى شي بهرني سفرونه وکړي او خپل توکي په اسانۍ سره صادر او وارد کړي.

ده وويل:(( د بُست هوايي ډګر شته ؛خو نړيوالو الوتنو ته نه دى جوړ؛له ښوراب څخه د الوتنو له پيلېدو  سره ډېرې اسانتياوې رامنځ ته شي،حاصلات به د هوا له لارې صادرېږي او بهرني سوداګر به هم دې ولايت ته راځي .))

د هلمند مستوفي عبدالرشيد ستانکزي پژواک ته وويل، چې د دې هوايي ډګر په تسليمېدو سره سم به هلته د ګمرک يوه څانګه فعال کړي او په دې کار به کورني عوايد لوړ شي.

هغه وايي:(( د ښوراب هوايي ډګر له تسليمېدو سره به مو نړيوالې راکړې ورکړې  پيل شي، د دې ولايت او سيمې په کچه به کرنيز محصولات په اسانۍ سره  نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.))

د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک ته وويل، چې دا هوايي ډګر د هېواد په کچه په لوى هوايي ډګرونو کې شمېرل کېږي، دوه ځغاست ليکې او ډېرې اسانتياوې لري.

د پرواني په وينا، چې د دې هوايي ډګر يوه برخه به د افغان پوځيانو له لوري د پوځي الوتنو لپاره کارول کېږي.

نوموړي هم تاييد کړه، چې ډېر ژر به د ښوراب هوايي ډګر افغان لوري ته وسپاري.

پرواني زياته کړه، چې امنيتي ادارې د دې  هوايي ډګر د امنيت لپاره ځانګړي پلانونه لري.

په هلمند ولايت کې مېشتو بهرنيو پوځيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر هلمند ولايت سربېره د هېواد په يوشمېر نور ولايتونو کې هم بهرنيو پوځيانو په ولايتي ملکي هوايي ډګرونو کې پوځي اډې جوړې کړي او له څو کلونو راهيسې ورته ملکې الوتنې نه کېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.